افغان ځواکونو د جوزجان ولایت په لویه لار ۳ کړۍ ماینونه کشف او له چاودنو څخه مخنیوی وکړ

comments 0

هندوکش ـ جوزجان: د جوزجان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو د جوزجان ولایت په لویه لاره کې تصفیوي عملیات پیل کړي، چې په پایله کې ۳ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي دي.
چارواکي وايي، چې د سولې دښمانو غوښتل د یادو ماینونو په واسطه بې ګناه ملکي وګړي هدف وګړځوي او شهیدان یې کړي.
امنیتي چارواکي زیاتوي، افغان ځواکونه د پخوا په پرتله مسلکی شوي او کولای شي د دښمن شومې موخې شنډې او له منځه یوسي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکي د افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ د جګړې په ښکیلو لوریو غږ کوي،چې په تاوتریخوالي کې کموالي راولئ او سوله وکړئ.
عاطفه مصمم

Comments