افغان ځواکونو د بلخ ولسوالي بېرته ونیوله

comments 0

هندوکش ـ بلخ: دفاع وزارت وايي، چې د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ بیرته امنیتي ځواکونو نیولې ده.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې کومانډو سرتېرو له طالبانو سره تر یو نیم ساعته جګړې وروسته دا ولسولي بیرته ونیوله.
خبرپاڼه زیاتوي، افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه نهه بجې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړل چې د شپې تر ۱۰ بجو او ۴۰ دقیقو یې دوام درلود.
د سرچینې په وینا، په دغو عملیاتو کې تر ۳۱ ډېر طالبان ووژل شول او د بلخ بالا حصار بیرته د افغان سرتېرو لاسته ورغی.
تېره ورځ په ولسي جرګه کې د بلخ استازي، د ولایتي شورا غړي او پخواني جهادي قومندانان راټول شوي وو او د طالبانو پر وړاندې یې د بریدونو خبر ورکړ.
هغوی خلکو ته ډاډ ورکړ چې په هېڅ صورت به مزارشریف ښار د طالبانو لاسته ونه لوېږي او خلک د افغان سرتېرو تر څنګ ولاړ دي.
عاطفه مصمم

Comments