افغان ځواکونو ته د عملیاتو پرمهال سپارښتنې شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار والي امنیتي مؤظفینو ته د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته ځآنګړې پاملرنې سپارښتنه کړې .
د ننګرهار والي د خوږیاڼو ولسوالۍ د مخورو سره د لیدنې پر مهال چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،ټینګار وکړ،چې د عملیاتو پر مهال ورته د ملکي وګړو ژوند خوندیتوب تر ټولو زیات ارزښت لري .
د ننګرهار والي ګلاب منګل ډاډ څرګند کړی چې امنیتي ځواکونو ته اجازه نه ورکوي،چې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته زیان واړوي .
فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply