افغان ځواکونوپه لغمان ولایت کې د طالبانو د وسلو یوه زیرمه نیولې

comments 0

هندوکش ــ لغمان: د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې افغان ځانګړو ځواکونو تصفیوي عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې د طالبانو دوسلو او مهماتو زیرمه کشف کړې او په تړاو یې ۳تنه شکمن کسان نیولي دي.
د یاد ولایت مطبوعاتي چارواکي له رسنیو سره په خبرو کې وايی، چې په یادو تصفیوي عملیاتو کې ۸میله سپکې او درنې وسلې ۱ دانه لیپټاټ کمپیوټر او ګڼ شمیر نور نظامي توکي د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
عمران احمدزی

Comments