افغان ځواکونه له سولې نه قرباني کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي، د سولې خبرې مهمې دي، خو ملي دفاع وزارت به هیڅکله ملي اردو د سولې قرباني نه کړي.
د دفاع سرپرست وزیر چې د طالبانو له زندان د راخوشې شویو دولتي ځواکونو په مناسبت جوړې شوې غونډه کې خبرې کولې، وویل، افغان ځواکونه وړتیا لري چې د جګړې ډګر کې طالبان تر فشار لاندې ونیسي.
افغان کمانډو ځواکونو د زابل دای چوپان کې د طالبانو هغه زندان مات کړ چې له تېرو دوه کلونو راهیسې یې پکې زندانیان ساتل او ۵۳ زندانیان یې ترې ازاد کړل چې کورنیو ته وسپارل شول.
زندانیان وایي، طالبانو به هره شپه ډول ډول شکنجې ورکولې چې ژوند کې یې تنګ کړي و.
له دې سره ملي دفاع وزارت له سیاسیونو غوښتي چې په دې بنسټ کې لاسوهنې و نه کړي.
اسدالله خالد وایي، افغان ځواکونه غیرې سیاسي دي او هيڅ سیاسي ډله دې هڅه نه کوي لاسوهنه وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments