افغان ځواکونه: لا هم د طالبانو په منځ کې بهرني جنګیالي حضور لري

comments 0

هندوکش ــ کابل: افغان ځواکونه د هېواد په سرحدي برخو کې د طالبانو په منځ کې د بهرنیو جنګیالیو په ځانګړې توګه د پاکستاني وګړو له حضوره خبر ورکوي.
دغه ځواکونه ټینګار کوي چې په وروستیو میاشتو کې په څو عملیاتو کې د هغو طالب جنګیالیو د مړو له جېبونو څخه چې د افغان ځوکونو په وړاندې جنګېږي؛ پاکستاني پېژند کارټونه ترلاسه کړي دي .
د هېواد په ختیځ او سوېل کې د جګړې له زور اخیستو سره همهاله، افغان ځواکونه په دغو سیمو په تېره بیا، ډېورنډ کرښې ته په نژدې ولسوالیو کې د پاکستاني جنګیالیو د فعالیتونو د پراختیا خبر ورکوي.
د ملي دفاع نوماند وزیر اسدالله خالد وویل:« د سیمې په لسګونه ترهګریزې دلې له جنګیالیو سره هم همکاري کوي او همدارنګه په لیکو کې یې هم حضور لري.»
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال بارکزی وايي:« دلته د کندهار په میوند، معروف، بولدک ولسوالیو کې زموږ په عملیاتونو کې نیول شوي دي چې له ځان سره یې پاکستاني پېژندکارټونه لرل.»
افغان حکومت وایي چې دا پاکستاني جنګیالي تر ډېره د کونړ، ننګرهار، کندهار او هلمند ولایتونو په سرحدي سیمو کې فعالیت لري.
د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي چې نه یوازې د جګړې په ډګرونو کې پاکستان د طالب جنګیالیو ملتیا کوي؛ بلکې د طالب ډلې په سمبالولو او تمویل کې هم اساسي ونډه لري.
جنرال عتیق الله امرخېل وايي:« دا یوه څرګنده خبره ده چې بهرني هېوادونه لاس لري او د هغوی له لوري ورسره مرسته کېږي او سمبالېږي او موږ د دې پخلی کوو.»
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments