افغان ځواکونه د نجات فرښتې / سید عبدالله پاچا

comments 0

افغان ځواکونه چې ټول فکر کوي یواځې له دښمن سره دجګړې لپاره روزل شوي، په نورو برخو کې یې لا ښه روزنه لیدلې چې کولای شي د خلکو ژوند وژغوري.
تېرو سختو سیلابونو د یو شمېر خلکو ژوند واخیست او د ډيرو نورو کورونه یې وران کړل چې سخت زیانونه یې واړول.
د دې سیلابونو او ورښتونو په دوام افغان ځواکونو ته دنده سپارل شوې وه چې د خلکو ژوند وژغوري، افغان ځواکونه له یوې خوا نامرده دښمن سره په جګړه دي چې دښمن هر ځای ورته کمین نیسي، ماین ورته ږدي او له بلې خوا افغان ځواکونه مجبور دي چې خلک له سیلابونو وژغوري.
ایا دښمن ړوند دی چې افغان ځواکوونو رویه او مسوولیتونه نه ګوري چې څنګه د خلکو لاسنیوی کوي او دا ټولنه پرې څه حق لري، ایا دښمن د افغان ځواکونو شجاعت او له خلکو سره مینه نه ګوري، خو ښکاره خبره ده چې دښمن سخت دریځۍ ړوند کړی او هیڅ هم ورته نه ښکاري.
ښکاره خبره ده چې دښمن د جګړې لپاره روزل شوی او دا ورته ښودل شوي چې په هیچا به زړه نه خوږوي او نه به له چا سره مرسته او همکاري کوې، که دښمن کې لږ هم د دې وطن اوخلکو لپاره مینه وای، نو هیڅکله به دا جګړه دومره نه اوږدیدلی.
طالبان، داعش او داسې نورې ترهګرې ډلې چې همدا اوس د افغان ځواکونو او افغان ولس پروړاندې جګړه کوي، د دې لپاره ګمارل شوي چې ګډوډي رامنځ ته کړي او هغه پروژې سرته ورسوي چې د بهرنیو استخباراتو دنده ورسپارلې.
که چیرې طالب او داعش او نورې ترهګرې ډلې افغانستان کې نه وای، جګړه نه وای، نن به د سیلابونو د ژغورنې ډله پياوړې وای، یانې د جنګ قوه به هم د سیلابونو څخه د خلکو ژغورولو لپاره تللی وای او د زیان کچه به کمه وه.
افغان ځواکونو سره همکاري وکړئ، په وخت یې له پېښو خبر کړئ، چې ستاسو او ستاسو د نورو کلیوالو سره همکاري وکړي چې خلک له مرګ وژغوري او لاسنیوی یې وکړي.
تاسو په خپلو ځواکونو باور لرئ، همدا ځواک به تاسو، ستاسو خاوره او ناموس ساتي او دښمن به مو ته ذلیله وي.
دښمن مو د پردیو ګټه لپآره بهرنیو استخباراتو باندې پلوري او د هغی د ګټو لپاره مو وژني او د هغوی د ګټو لپاره د هغوی په دستور مو ناموس پلوري او وطن خرڅوي.
که افغان ولس بیداره شي او له افغان ځواکونوسره همکاري وکړي، هیڅکله د افغانانو دښمن نه شي توانیدلی چې خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي.

Comments