افغان ځواکونه باید نور هم پیاوړي شي چې طالبان پخپله سوله وغواړي

comments 0

0 Views

مایکل سکاپاروټي وايي د افغان ځواکونو ظرفیت او وړتیاوې باید دومره لوړې شي چې وسله وال طالبان پخپله د سولې هڅې وکړي. نوموړي چې پرون خبریالانو ته خبرې کولې ویلي، افغانستان ته د سرتېرو د استولو اړه ډيرې چټکې خبرې روانې دي ترڅو افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تشه ډيره ژر ډکه شي. د نوموړي په وینا په افغانستان کې میشتو ځواکونو رسمي غوښتنه ترې شوې چې د وضعیت د کابو کولو لپاره باید ځواکونه ډير شي او دوی هم دغه غوښتنه جدي بللې او په اړه به یې پرېکړه ډيره ژر اعلان شي.
نوموړې وايي، ددې تر څنګ به د افغان ځواکونو روزنې ته جدي پاملرنه کېږي او دغه ځواکونه باید دومره پیاوړي شي چې طالبان پخپله د سولې کولو لپاره هڅې وکړي. دا چې په افغانستان کې مېشتو ناټو قومندانانو د څومره ځواکونو غوښتنه کړې، په اړه یې معلومات نشته، خو امریکايي رسنۍ وايي، چې د پنځوسو زرو اضافي سرتېرو غوښتنه شوې ده.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply