افغان ځانګړو ځواکونو په لوګر ولایت کې د وسلو او مهماتو زیرمه نیولې ده

comments 0

هندوکش ـ لوګر: د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وايي، چې افغان ځانګړو ځواکونو د لوګرولایت په محمداغې ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې د وسلو او ماینونو یوه ډيپوه کشف او شنډ کړل شول.
نوموړی وایي، چې په یاده ډیپوه کې ۶ کړۍ ماینونه ، دبم غورځوونکو ۵ ډزه مرمۍ او یو شمیر پوځي توکي د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت امنیتي چارواکي وايي، که د سیمې اوسیدونکي له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي د دښمن ډیری شومې موخې به شنډې شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments