افغان پوځي پلاوی اسلام اباد ته ځي

comments 0

807 Views

هندوکش – کابل: ټاکل شوې چې نن افغان پوځي او استخباراتي پلاوی اسلام اباد ته سفر وکړي.
د راپورونو پر بنسټ د پاکستان او افغانستان پوځي او استخباراتي چارواکي به د خپلمنځي اړیکو ښو کولو په لارو چارو خبرې وکړي.
دغه راز پاکستاني رسنیو خبر خپور کړی چې د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه به د سې شنبې په ورځ کابل ته لاړ شي.
د راپورونو له مخې باجوه به د ولسمشر اشرف غني سره هم وګوري او په دغه لیدنو کې به افغانستان او پاکستان له یو بل سره د اړیکو پراخولو او د استخباراتي مالوماتو شریکولو لپاره کاري ټیمونه وټاکي.
تراوسه د لیدنو او سفرونه اجنډا نه ده روښانه، خو پاکستان کار کوي چې له افغان حکومت سره بیا اړیکې جوړې او د باور فضا رامنځ ته کړي، خو افغان لوری په دې برخه کې عملي اقدامات غواړي چې د ترهګرۍ پرضد وشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments