افغان پارلمان بې ګټې یاد شو

comments 0

هندوکش – کابل: واحد تحقیق او د افغانستان د ارزیابي بنسټ موندنې ښيي چې دافغانستان پارلمان بې ګتې او هر څوک د خپلو موخو لپاره کار کوي.
ددغه بنسټ په باور د افغانستان اساسي قانون پارلمان ته زیات صلاحیتونه ورکړي٬ خو عملکرد يې ډير ضعیفه وو.
د بنسټ موندنې ښي چې پارلمان په تیرو دیارلس کلونو کې یوازې د پنځو قوانینو ابتکار کړی دی.
ددغه بنسټ څیړنې ښيي، د افغانستان پارلمان خلکو څخه ښه استازیتوب نه ده کړې٬ خو د پارلمان مشر بیا له خپلو کړنو رضایت ښودلی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments