افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لوی درستیز سره وکتل

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ارګ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني یک شنبې ماسپښین د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاویدباجوه سره چې د هغه هېواد د پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، وکتل.
خبر پاڼه زیاتوي چې: جمهوررئیس غني د پاکستاني پلاوي دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره نوي فصل یادکړ او هغه یې د همکارۍ د نویو رامنځته شویو فرصتونو په شرایطو کې مهم وباله.
د خبرپاڼې پر بنسټ په دې کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د سیمې دامنیت، دوه اړخیزه اړیکو، سولې او ثبات، له تروریزم سره د مبارزې، د ترانزیټ او سوداګرۍ او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځ مهالو او اوږدمهالو اړیکوپه اړه بحث او خبرې وشوې.
خبر پاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې هیواد یې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې چې ګډ ګواښ دی هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د میکانیزم ملاتړ کوي.
دغې کتنې کې ولسمشر غني ټینګار وکړ چې دوه اړخیزه کاري ټیم دې په بېلابېلو سکتورونو کې وروستي یا راتلونکي ګامونه پورته کړي تر څو په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت په خاطر د هراړخیزه واضح همکارۍ چوکاټ تدوین او په دې برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي. هغه د دواړو لورو د ژمنو لپاره د څارنې او ټاکلي وخت دسیستم په رامنځته کېدو ټینګار وکړ.
خبر پاڼه لیکي چې: پاکستاني پلاوي دغه راز ژمنه وکړه چې کاري ټیمونه به پر عملي او تطبیقي پلانونو کار وکړي.
دغې ناستې کې ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا، د رامنځته شوی مناسبې فضا په خاطر وویل باید عملي ګامونه پورته او د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا په واضح ډول رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان او پاکستان ثبات د دواړو هېوادونو او سیمې په ګټه دی او کولای شي د دواړو هېوادونو ولسونه له فقر څخه وژغوري.
جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، موږ د مسوولینو په حیث دا تاریخي دَین لرو چې د خپلو خلکو لپاره کار وکړو او له رامنځته شوې فضا څخه د دواړو هېوادونو او سیمې په ګټه استفاده وکړو.
دواړو لورو په ټینګار سره وویل، باید په تېر کې بند پاتې نشو او اوسنیو شرایطو ته په کتو جدي اړتیا ده چې راتلونکي ته فکر وکړو او د هوسا راتلونکي لپاره په جدي ډول کار وکړو.#
دا په داسې حال کې ده چې دوارو خواوو ترمنځ دغه کتنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې تردې وړاندې پاکستان سره د نړۍ اړیکي ترینګلي شوي او په نړیواله کچه پاکستان د تروریزم تمویل کوونکې هیواد بلل شوې دې.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply