هندوکش ـ کابل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د امريکې د ولسمشر له لومړي مرستيال مايک پنس سره د امنيتي پلان په تړاو د ويډيو کنفرانس له لارې بحث وکړ.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې بحث سوله، پخلاينه، بساينه،امنيت او ټيکاو د بحث مهم موضوعات وو چې پرې بحث وشو.
د خبرپاڼې پر بنسټ په دې ويډيوکنفرانس کې په راتلونکو څلورو کلونو کې د امنيتي پلان، له فساد او ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو هر اړخیز بحث وشو.
د خبرپاڼې له مخې د امريکې د ولسمشر مرستيال مايک پنس په وروستیو دوو کلونو کې د افغان حکومت لاسته راوړنې بې سارې وبللې.
ياده دې وي چې د امنيتي پلان په برخه کې د ولسمشر طرحه د امريکې د تاييد وړګرځيدلې چې ډير ژر به پلې شي.
سپوږمۍ پوپلزۍـ کابل
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.