افغان هوايي ځواکونو په پکتیا ولایت کې ۵ تنه وسلوال طالبان وژلي دي

comments 0

هندوکش ـ پکتیا: د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ ناوخته افغان هوايي ځواکونود پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې هوايي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې ۵تنه طالبان هغه مهال وژلي، چې دسړک پرغاړه یې د ولسي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو دوژلو په موخه ماینونه ځای پرځای کول.
چارواکي زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې د ۵تنو طالبانو په وژل کیدو سربیره ۲ تنه طالب وسلوال ټپیان شوي او ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې یې له منځه وړې دي.
چارواکي زیاتوي، په یادو عملیاتو کې ولسي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
طالبانوتراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
عمران احمدزی

Comments