افغان هوايي ځواکونو هلمند کې د طالبانو له لوري چمتو شوي ۲ موټربمونه له منځه یوړل

comments 0

هندوکش ـ هلمند: د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې افغان هوايي ځواکونو د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کاریزصدي سیمه کې د طالبانو له لوري ۲ هانوې ټانګونه چې د طالبانو له لوري موټر بم چاودنو ته چمتو شوي و له منځه وړي دي.
چارواکي وايي، چې نوموړي ټانګونه له زیاتې مودې راهیسې د افغان ځواکونو له لوري ترتعقیب لاندې و، چې په پایله کې د هوايي ځواکونو له برید لاندې راغل او موخه یې شنډه شوه.
دوی زیاتوي، چې طالبانو غوښتل د یاد موټربم په بریدونو سره د افغان ځواکونو په پوستو او د ولسي وګړو په ګڼه ګونې ځایونو کې چاودنه ورکړي.
په عین حال کې د یاد ولایت اوسیدونکو د افغان امنیتي ځواکونو دکړنو او هڅو ستاینه کړې او په طالبانو یې غږ کړی، چې جګړه بس کړئ اوپه تاوتریخوالی کې کموالی روالئ.
عبدالله اڅکزی

Comments