افغان مذاکراتي پلاوی ټاکل شوی/ بریالی ویاړ

comments 0

د بین الافغاني مذاکراتو لپاره افغان حکومت پلاوی ټاکلی او اوس طالبانو ته خلک په تمه دی چې د خبرو د پيل نیټه په ډاګه کړي.
طالبانو د خبرو د پيل لپاره زندانیانو خوشې کیدل مشروط کړي او پرته له دې چې زندانیان یې خوشې نه شي خبرې نه پيل کوي.
خو افغان حکومت د خلکو په غوښتنه د زندانیانو د خوشې کیدو موضوع بین الافغاني خبرو پيل، اوربند او د سولې پروسې بریا پورې مشروط کړي.
دا غوښتنه د خلکو ده چې پرته له شرط او تضمین څخه دې هیڅ طالب زنداني نه خوشې کوي.
ځکه کله چې تضمین نه وي، شرط نه وي، پر طالبانو څه باور پکار دی چې بندیان خوشې او بیا د جګړې لیکو ته وګرځي.
دا سمه ده چې افغان حکومت نه غواړي چې طالب زندانیان له ځان سره وساتی، خو دا کار هغه وخت کې سم دی چې سولې پروسه باوري شي.
طالبان مجبور دي چې وښيي د جګړې پر ځای سولې باندې تمرکز لري، اوس چې طالبانو جګړې ته شدت ورکړی ولې زندانیان خوشې شي.
طالبان چې د فتح خوبونه ګوري، له افغان حکومت سره نه دي مخ شوي، کله چې مخ شول، بیا یې هر ډول خوبونه تښتي.
که چیرې طالبان دا تضمین ورکړي چې خوشې کیدونکي زندانیان یې بیا جګړې ته مخه نه کوي، افغان حکومت به یې خوشې کړی.
که چیرې طالبان دا باور رامنځ ته کړي چې د افغانستان اتلس کلنه جګړه په سوله پای ته رسوي، د زندانیانو خوشې کیدو کې هیڅ مشکل نشته.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یو فرمان کې د زندانیانو د خوشې کیدو لارښوونه کړې، خو دا لارښوونه مشروطه ده.
لومړی به ۱۵۰۰ طالب زندانیان هغه مهال خوشې کیږي چې طالبان د سولې د خبرو نیټه په ډاګه کړي.
بله جوپه زندانیان به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو په دوام خوشې کیږي او همداسې په تدریجي ډول چې څومره باور رامنځ ته کیږي، په همغه اندازه به د بندیانو خلاصون دوام پيدا کړي.
طالبانو افغان زندانونو کې د بندیانو خوشې کیدو باندې هم له امریکا سره خبرې کړي او په همدې تمه دي چې امریکا به یې ورته خوشې کړي.
خو اوس افغان حکومت ورته وښوده چې طالب زندانیان د امریکا په زندانونو کې نه بلکې د دولت په زندانونو کې دي او صلاحیت یې د خوشې کیدو ولسمشر محمد اشرف غني لري او کله یې چې امر وکړ، خوشې کیږي.
خو دا امر داسې نه دی چې ځان د خلکو تر پوښتنې لاندې راولي، ولسمشر د افغانانو له لوري ټاکل شوی او د افغانانو له ارادې سره سم ګام به پورته کوي.

Comments