افغان لوبډلې دوه ریکارډونه جوړ کړل

comments 0

هندوکش – کابل: د کرکټ په ډګر کې یو ځل بیا افغان اتلانو ایرلنډ ته په ۸۴ منډو ماتې ورکړه.

افغان کرکټ ملي لوبډلې تیره ورځ په دویمه شل اوریزه لوبه کې هم ایرلنډ ته ماتې ورکړه او د درې شل اوریزو لوبو لړۍ یې وګټله.

له دې سره افغان اتلانو د ۲۷۸ منډو په جوړولو سره په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د تر ټولو زیاتو منډو نوی ریکارډ هم جوړ کړ.

تیره ورځ د هند په دهرادون ښار کې د دویمې شل اوریزې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درېیمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه به نن یکشنبه ترسره شي.

آرش احساس

Comments