افغان لوبډلې بل پړاو هم په بریا پيل کړ

comments 0

هندوکش – شارجه: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تر شل اوريزو سياليو وروسته زمبابوې په پنځوس اوريزه سيالۍ کې هم ماته کړه.
د ملي لوبډلې لپاره شهزاد محمدي او احسان جنت ښه پېل وکړ او وروسته رحمت شاه زرمتي د 114 منډو او نجيب ځډران د 81 منډو سره د ملي لوبډلې هدف تر 334 منډو ورساو.
په وروستۍ لوبه کې يوازې اصغر ستانکزی و چې درې منډې وکړې خو نورو ټولو توپ وهونکو ښې منډې وکړې.
زمبابوې د افغانستان په ځواب کې 179 منډې وکړې او د 154 منډو په توپير يې ماته وخوړه.
په توپ اچونه کې راشد خان څلور او مجيب ځډران دوه لوبغاړي وسوزول.
ملي لوبډله به د زمبابوې سره دوېمه پنځوس اوريزه لوبه د يکشنبې په ماسپښين پيل کړي.
افغان لوبغاړو تېره اونۍ زمبابوې ته په شل اوريزو لوبو کې دوه صفر ماته ورکړه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply