افغان لوبغاړی محسن رضایي د تکواندو د اسیایي سیالیو اتل شو

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د تکواندو فدراسیون وايي، چې ملي لوبغاړي محسن رضايي د لومړي ځل لپاره افغانستان ته په اسیایي لوبو کې د سرو زور مډال وګټه.
د دغه فدراسیون ویاند ذبیح الله شهزاد جمعه جون ۱۸ غبرګولی (۲۸) رسنیو ته وویل، چې محسن رضايي د خپلو څلورو پاکستاني، کویټي، کوریایي او چین تایپه يي سیالانو د ماتولو وروسته دغه اتلولي د افغانستان په نوم کړه.
ښاغلي شهزاد ویل: “دا د افغانستان په تاریخ د تکواندو لومړنۍ د سرو زرو مډال دی چې په اسیایي لوبو کې یې افغانستان ګټي. محسن رضايي په ۵۸ کیلو وزن کې نن خپل څلور سیالان مات کړل. د محسن اتلولۍ ته مو ملي سرود وغږول شو او مډال یې ترلاسه کړ.”
د اسیا د تکواندو د ۲۴ دورې سیالۍ د لبنان پلازمېنه بیروت ښار کې له دوه ورځو راهیسې پیل شوي دي.
په دې لوبو کې له ۲۱ اسیایي هېوادونو نه ۱۸۹ تکواندو بازان سره سیالۍ کوي.
د افغانستان په استازیتوب دغو لوبو کې پنځه نارینه وو او یوې لوبغاړې ګډون کړی دی.
له دې مخکې په ۲۰۰۸ کال کې افغان تکواندو کوونکي روح الله نیکپا د بیجنګ اولمپیک نړیوالو لوبو کې د اولمپیک د برونزو لومړی مډال د افغانستان په نوم ثبت کړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments