افغان لوبغاړو المپیکي سیالیو کې د بُرنز ۶ مډالونه وګټل

comments 0

افغان لوبغاړو د اسلامي هېوادونو په المپیکي سیالیو کې د پهلوانۍ او ووشو په برخې د بُرنز ۶مډالونه وګټل.
منور شهزاد د المپیک ملي کمېټې ویاند وویل چې د پهلوانۍ افغان لوبغاړو د بُرنز ۵ مډالونه او افغان ووشوکار عبدالرزاق رضایي د بُرنز یو مډال ترلاسه کړی دی.
د اسلامي هېوادونو په سیالیو کي د ۵۷ هېوادونو په ګډون په ۲۱ بېلابېلو ورزشي رشتو کې ترسره کېږي چې له افغانستانه په دغو سیالیو کې د پهلوانۍ ، ووشو ،تکواندو او اتلتیک د برخې لوبغاړو ګډون کړی دی.
دغه سیالۍ د آزربایجان په باکو ښار کې د مې په ۱۲مه نېټه پیل شوې او تر 22 مه نېټه پوری دوام کوي.
افغانستان در مسابقات المپیکی اسلامی برندۀ ۶ مدال شد

Comments

Leave a Reply