افغان سیاستوالو مسکو غونډې لپاره چمتو والې ښودلې

comments 0

هندوکش – کابل: تاکل شوې سبا به د مسکو په کوربه‌توب ځيني افغان سیاستوال د طالبانو له سیاسي ډلې سره په مسکو کې غونډه کوي.
د دوی غونډه چې دوه ورځې دوام کوي د افغانستان د حکومت کوم چارواکی په‌کې ګډون نه‌کوي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د هغه ګڼ همکاران، د ولسمشرۍ انتخاباتو کاندید حنیف اتمر او ځیني نور سیاستوال چې په اوسني حکومت کې دنده نه‌لري، دې غونډې ته ورځي.
د مسکو د غونډې د برخه‌والو په هغه اعلاميه کې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره پرون خپره شوې راغلي چې دا به د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره لومړی ګام وي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د مسکو په غونډه کې له کابله د ورتلونکي پلاوي اساسي اهداف به پر بين‌الافغاني مذاکرو ټينګار او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د نظام خونديتوب وي.
د افغانستان د سولې عالي شورا پرون ویلي چې دا شورا به د مسکو د غونډې له نتایجو وروسته خپل دریځ اعلان کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments