افغان سولې په اړه عمان کې څلور اړخیزه ناسته جوړیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: نن د عمان په پلازمېنه مسقط کې د سولې څلور اړخیزه ناسته د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازیو په ګډون جوړیږي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني تېره ورځ وویل، چې د مسقط د سولې په څلوراړخیزه ناسته کې به د امریکا، چین، پاکستان او د افغانستان استازي گډون وکړي او د دغو ناستو په دوام به خبرې وشي.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان په استازیتوب به د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس محمد اکرم خپلواک د مسقط په ناسته کې ګډون وکړي.
وسلوالو طالبانو د مسقط له ناستې مخکې په دغه غونډه کې خپل ګډون رد کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې څلور اړخیزې ناستې تر دې دمه په کابل، اسلام آباد، چین او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم جوړې شوې دي؛ خو بې پایلې پای ته رسیدلي دي.
د یادونې وړ ده چې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله تېره ورځ په لغمان کې وویل: د عمان په ناسته کې به پاکستان ته وویل شي، چې د کابل د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
هغه داهم ویلي، چې ناامني د هیچا په ګټه نه ده. که څوک ناامنۍ ته لمن وهي؛ ځان به پخپله وسوځوي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply