افغان سولې په اړه به مسکو د یوې درې اړخیزې ناستې کوربه وي

comments 0

هندوکش – کابل: په کابل کې د روسیې سفارت ویلي چې ماسکو به په راتلونکو دوه ورځو کې د افغان سولې په تړاو د امریکا، روسیې او چین په شمولیت د درې اړخیزې ناستې کوربه توب وکړي.

غوڼده به د اپریل میاشتې پر ۲۵مه نیټه د خاصو استازو تر منځ وشي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد به هم په دغه غونډه کې ګډون وکړي، او د روسیې له لوري به ضمیر کابلوف نمایندګي وکړي.

زلمی خلیلزاد ددې تر مخه د افغان سولې په تړاو شپږ نړیوال سفرونه کړي دي او اوس تازه هم په نوي سفر را وتلی دی چې ټاکل شوې د طالبانو سره د لیدنې لپاره قطر ته هم ورسي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې د وروستیو مذاکراتو په اړه به هم بحثونه وشي.

روسیې غوښتنه کړې چې امریکا باید د سولې په روانو هڅو کې دوی ته هم ځای ورکړي، تر څو په راتلونکې سوله کې د سیمه ییزو قوتونو او ګاونډیانو ټولې غوښتنې او ګټې خوندي وي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments