افغان سولې په اړه ایران او ترکمنستان ناسته کړې

comments 0

هندوکش – ترکمنستان: د ترکمنستان رسنۍ خبر ورکوي چې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له خپل ترکمنستاني سیال سره کتلي او په افغانستان کې پر روان وضعیت یې ورسره خبرې کړې دي.
د رسنیو په لیکنه، دواړو لورو په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت سوله مهمه بللې ده. ترکمنستان ویلي چې دوی د تل په څېر د افغانستان د سولې ملاتړي دي او په دې برخه کې یې په سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې کړې دي.
د سرچینې په وینا ترکمنستان په ځلونو پر دواړو لورو د مخامخ مذاکراتو غږ کړی دی او د کوربه توب ژمنه یې کړې ده.
ترکمنستان تر دې وړاندې هم له ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغان سولې لپاره یو کنفرانس جوړ کړی و او ژمنه یې کړې چې دغه ډول کنفرانسونه به ادامه مومي.
محمد حنیف بیدار

Comments