افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي(خلیلزاد) 7 هیوادونو ته سفر پیل کړ

comments 0

هندوکش – کابل: د امریکا بهرنیو چارو وزارت نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، له دې سفره د زلمي خلیل زاد هدف د افغان حکومت له مشرانو او نورو افغانانو سره د امریکا او طالبانو د خبرو په اړه غږیدل دي  او هغوی به د یوه پراخ مرکچي پلاوي جوړولو ته وهڅوي.

د خبر له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د سولې د هلوځلو په لړ کې د افغانانو ترمنځ د هراړخیزو خبرو لپاره د ټولو افغان خواوو د رایوځای کولو په هدف د اپریل تر ۱۰ مې پورې افغانستان، بریتانیا، بلجیم، پاکستان، ازبکستان، اردن او قطر ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خبر سره سم، زلمی خلیلزاد به په کابل کې د افغانستان د حکومت له مشرانو او نورو افغانانو سره د امریکا او طالبانو د خبرو په اړه وږغېږي او هغوی به د یوه پراخ مرکچي پلاوي جوړولو ته وهڅوي.

دا وزارت وايي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی به له افغان مشرانو سره د طالبانو او امریکايي پلاوي د خبرو د راتلونکي پړاو په اړه سلا مشورې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد د پنځم پړاو خبرو په اړه د افغانستان حکومت ته معلومات ورنه کړل چې د افغانستان د حکومت له توند غبرګون سره مخامخ شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې خلیلزاد لومړی کوم هیواد ته ځي او په قطر کې له طالبانو سره بل پړاو خبرې کله پیلوي.

فکور نعیمي

Comments