افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي سیمی ته بیاځلي سفرونه پیل کړل

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیې کې راغلي چې،د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یوځل بیا د سولې په موخه د سیمې او یو شمیر اروپایي هیوادونو ته سفرونه پیل کړل.
اعلامیه کې ویلي، خلیلزاد به د فبروري له ۱۰ مې تر ۲۸ مې نیتې پورې بلجیم،جرمني، ترکیې، قطر، پاکستان، او افغانستان ته سفرونه وکړي.
اعلامیه زیاتوي، دا سفرونه د هغو هڅو برخه ده هدف يې په افغانستان کي د سولي راوستل او دغه راز د متحده ایالاتو د ملي امنیت د منافعو ساتل دي.
همداراز د افغانستان د سولي لپاره ټول ښکېل افغانان د خپلمنځي ‌‌‌‌‌‌ډیالوګ لپاره سره را ټولول دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، خلیلزاد به زموږ د نورو ملګرو سره سلا مشورې وکړي، او د دغو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره به د افغان حکومت سره هم خپلې طرحې شریکې کړي.
فکور نعیمي

Comments