افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي اشرف غني سره جزئیات شریک کړل

comments 0

هندوکش – کابل: له ارګه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد پرون ماښام ناوخته د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او د حکومت نورو غړو ته د قطر په دوحه کې طالبانو سره د خبرو جزئیات شریک کړل.
ډاکټر خلیلزاد د حکومت مشرتابه ته د معلوماتو ورکولو پر مهال په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو په اړه په نړیوالو او کورنیو رسنیو کې خپاره شوي ناسم معلومات او ګنګوسې، رد کړې، وې ویل: د افغانستان د نظام د راتلونکي جوړښت په اړه یې له طالبانو سره هیڅ راز خبرې او بحث نه دی کړی.
هغه زیاته کړه: د موقت حکومت موضوع په بشپړه توګه ناسمه ده او په دغو خبرو کې په هیڅ وجه نه ده مطرح شوې او دا زما په صلاحیت او مسوولیت کې نه راځي، زما د صلاحیت موضوع دا ده چې یوازې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړم.
ډاکټر خلیلزاد څرګنده کړه، طالبانو سره یې د اوربند په مسئله بحث کړی خو تر اوسه په کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments