افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د حکومت مشرانو سره وکتل

comments 0

هندوکش – کابل: له ارګه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، د افغان حکومت مشرانو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دی.
دغه ناسته چې تېرماښام په ارګ کې تر سره شوې ولسمشر غني، د هغه دواړو مرستیالانو، اجرائیه ریس ډاکتر عبدالله، د حکومت د سولې مذاکراتي ټیم او ځینو سیاسي مشرانو په کې برخه درلوده.
ناسته کې زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو، هند، چین او اماراتو ته د خپل سفر راپور او جزئیات وړاندې کړل.
نوموړي زیاته کړه، چې سیمې هېوادونو ته یې د سفر موخه د افغان سولې پروسې د پیلولو لپاره د سیمه ‏ییزې اجماع رامنځته کول وو او د کابل له سفر وروسته به دغو سفرونو ته دوام ورکوي.
خلیلزاد د غونډې پر مهال د برخوالو ځینو پوښتونو ته ځوابونه هم ویلي دي.
ښاغلي غني هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پیلولو په خاطر د زلمي خلیلزاد هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د ننه د سولې د راوستو پر سر بشپړه اجماع موجوده ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments