افغان حکومت پلاوي او طالبانو تر منځ پرون د کړنلارو پر اختلافي ټکو بحث وکړ

comments 0

هندوکش ـ کابل: دا خبرې پرون له رسنیو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې نجیبه انوري وکړې.
هغې زیاته کړه،”یکشنبه ماښام د افغانستان اسلامي جمهوریت او مقابل لوري تماس ډلو ګډه کاري جلسه درلوده، چې دغې جلسې څو ساعته ‌یې دوام وکړ په ‌کې د اختلافي موضوعاتو پر حل بحث وشو، دغه بحثونه به ادامه ولري.”
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم تأیید کړې چې د تماس ډلو ناسته درلوده.
د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د سپټمبر په ۱۲مه په دوحه کې پرانیستل شوې، خو دواړه ټیمونه لا د بحثونو د کړنلارې په جوړولو موافقې ته نه‌ دي رسېدلي.
طالبانو ټينګار کړی چې د ستونزو د هواري لپاره حنفي فقه او له امریکا سره د دوی تړون اساس وګرځول شي.
خو د افغان حکومت ورغلی پلاوی له دې مسئلو سره مخالف دی او تر ډېره همدا دوه مسئلې د روانو خبرو لانجمن مسایل یاد شوي چې څو ورځو بحثونو لا هم نه ‌دي هوار کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments