افغان حکومت پاکستان لخوا د افغان پوځ روزلو وړانديز رد کړ

comments 0

هندوکش – پاکستان : افغان ولسمشر سره لیدنې پر مهال د پاکستان پوځ لوې درستیز قمر جاوید باجوه او افغان ولسمشر ترمنځ ترهګرې پر وړاندې مبارزې لپاره خبرې شوې وې.
د پاکستان پوځ عامه روابطو له دفتر په یوې خبرپاڼې کې راغلي چې، جنرال قمر جاوید باجوه له افغان ولسمشر سره د لیدنې پر مهال وړاندیز کړی، چې اسلام اباد چمتو دی د افغان پوځ په روزلو کې برخه واخلي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې لیدنې پر مهال دواړو خواوو ترهګرو پر وړاندې مبارزه او سولې لپاره هوکړې کې ترسو په ګډه کار وکړي.
خبرپاڼه لیکي چې، افغان حکومت د باجوه دا وړاندیز رد کړی، چې افغان پوځيان د روزنې لپاره پاکستان ته ولیږي.
د خبرپاڼې پر بنسټ پاکستاني لوري د افغان او پاکستاني چارواکو لیدنه د دواړو هیوادنو په اړیکو کې نوی فصل یاد کړې او ویلي ډي پاکستان د افغان حکومت سره هر اړخیز همکاریو لپاره چمتو دې.
د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ داسې ناستې تردې مخکې ډیرې ترسره شوي دې چې د سیاسي شنونکو په وینا پاکستان افغانستان پر وړاندې دوه اړخیز سیاست مخته وړې چې یو لاس سولې ته مخته کوي او په بل لاس له ترهګړو ډلو پاکستان دننه افغانستان پر وړاندې ملاتړ کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply