افغان حکومت پاکستان سره دوه اړخیزه سوداګریزه ناسته وځنډوله

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: تاکل شوې وه چې افغان حکومت او پاکستان ترمنځ یوه دوه اړخیزه ناسته چې موخه یې سوداګریز ترانزیت لپاره آسانتیا برابرول وو په لاره واچول شي چې افغان حکومت لخوا وځنډول شوه.
پاکستاني رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې، د افغانستان د اقتصاد وزارت د سوداګریزې ناستې د ځنډولو خبر اسلام اباد ته رسولی دی.
د رسنیو راپور پر بنسټ پاکستاني چارواکو ویلي ، افغانستان ته د پاکستان صادرات په تېر یوه کال کې تر ۲۷ سلنې ډېر رالوېدلي دي.
راپور زیاتوي، په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې افغانستان ته د پاکستاني صادراتو کچه لوړ حد یعنې ۲٫۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه، په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې هم دا کچه دوه میلیارد ډالر او په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې ۱٫۴۳ میلیارد ډالر وه.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان خپل زیاتره توکې له افغانستان نه ځینو آسیایې هیوادونو ته لیږي چې اوسمهال سیاسی وضعیت له امله ډیرې پاکستان ته دیر زیان اوښتې ده.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply