افغان حکومت له پاکستانه غوښتې چې د افغان ډپلوماټ (ذکي عبده) قاتل دوې ته وسپاري

comments 0

هندوکش – کابل: په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې پاکستان سفیر سره په یوې ناستې کې یې ترې غوښتې ترڅو هغه قاتل چې په کراچي کي يې افغان ډپلوماټ ذکي عبده وژلی وو ور وسپاري.
د بهرنيو چارو د وزارت په وينا، یاده غوښتنه په کابل کي د پاکستان له سفير سره شوې چې د پاکستان سره د بنديانو د تبادلې پرسر خبري اتري هم شوي دي.
د بهرنیو چارو خبر پر بنسټ، د بحث په يوه برخه کي له پاکستان څخه د ذکي عبده د قاتل د ورسپارلو غوښتنه هم کړې ده.
ذکي عبده په پاکستان کي افغان ډپلوماټ وو چي تېر کال د کراچۍ په ښار کي ووژل سو.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ذکي عبده قاتل حیات الله نومېږي، افغان تبعه دی چي په کراچۍ کې يې د افغانستان قونسلګرۍ د ساتونکي په توګه کار کاوه او اوس په پاکستان کې بندي دی.
د ځينو کارپوهانو په وينا د ښاغلي عبده د وژني په هکله ډېر شکونه موجود دي او له همدې امله پاکستان تراوسه د نوموړي د قاتل په هکله چوپه خوله دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments