افغان حکومت عمران خان ته په تمه دی

comments 0

هندوکش – کابل : افغان حکومت د پاکستان د لومړي وزیر په توګه د عمران خان بریا ته خوشبین دی.
بهرنیو چارو وزارت ويلي، عمران خان د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره اغېزمن رول لوبولی شي.
تیره ورځ د بهرنیو چارو وزارت ویاند، صبغت احمدي رسنیو ته ویلي، هیله لري چې د پاکستان نوې رهبري به د افغان دولت په څېر پر خپلو ژمنو عمل وکړي او له افغانستان سره د اړیکو په ښه کولو کې به رغنده رول ولوبوي.
ولسمشر غني هم د جمعې په ورځ په غزني کې تمه ښودلې وه چې د عمران خان مور او پلار پښتانه دي او له افغانستان سره اړیکو کې به مهم رول ولوبوي.
تېره ورځ ناوخته د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د ۱۷۶ رایو په ګټلو سره عمران خان د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو.
سپوژمی پوپلزی

Comments