افغان حکومت: طالبان نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمېنه برابره وي

comments 0

هندوکش ـ کابل: افغان حکومت د کابل او ننګرهار په بریدونو کې د طالبانو د لاس نه لرلو په تړاو د خلیلزاد د څرګندونو ته په اشاره کې ویلي، په دومره ژر او په عجله د طالبانو ډلې ته په خونړیو بریدونو کې له لاس لرلو برائت نه شي ورکول کیدلی.
ننګرهار او کابل خونړیو بریدونو وروسته چې په ترڅ کې په سلګونه بې ګناه ملکي وګړو مرګ ژوبله واوښته، افغان حکومت یې پړه په وسلوالو طالبانو اچولې ده چې وسلوالو طالبانو نورو ترهګرو ته د داسې کار زمېنه برابره کړې ده.
امریکا بهرنیو چارو وزارت لومړی وویل چې افغان حکومت او طالبان دې په ګډه د دې بریدونو څېړنه وکړي او بیا خلیلزاد اعلان وکړ چې طالبان په دغو بریدونو کې لاس نه لري.
که څه هم په دې بریدونو کې طالبانو لاس لرل رد کړل، خو یو څه چې ښکاره دي، هغه دا چې طالب د هغه برید مسوولیت اخلي چې خوښه یې شي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر څرګندونو څو ساعته وروسته یې په خپل غبرګون کې وویل، چې د ملت او د افغانستان دولت په نزد د سولې پروسې اصلي مانع او د موجوده تاوتریخوالي د تداوم او په هېواد کې د جنګ او ویجاړۍ د ادامې عاملین یواځې او يواځې همدا د طالبانو ترهګره ډله ده.
صدیقي وايي، دومره ژر او په عجله د طالبانو ډلې ته په خونړیو بریدونو کې له لاس لرلو برائت نه سي ورکولای.
دې د په وینا، کابل کې په سل بستریز روغتون برید زیاتو څېړنو او وخت ته اړتیا لري او امنیتي بنسټونه ورباندې پوره کار کوي.
ده زیاته کړې، د افغانستان دولت هیڅ وخت د سولې پروسې څخه شاه نه دي شوي، بلکې په هېواد کې د پایداره او باعزته سولې ته ژمن دی او اساسي ګامونه یې هم اخیستي دي.
سپوږمۍ پوپلزی

Comments