افغان حکومت سولې ته نږدې شوی

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ویلي، له ۲۰۰۱ م کال را په دې خوا د سولې خبرو لپاره افغانستان په ښه موقف کې دی.
یاماموتو ویلي، تمه لري د افغان حکومت د سولې تګلاره به طالبان هم تعقیب کړي خو لا هم اړتیا ده چې له دغو هڅو څخه د سیمې او نړۍ هېوادونه خپل ملاتړ لا زیات کړي.
یاماموتو ویلي،د سولې بهیر باید په باور جوړولو، د بندیانو په خوشې کولو او د طالبانو تر اغېز لاندې سیمو کې له خلکو سره په کرنیز، زدکړو او نورو برخو کې په مرسته کولو ، پیاوړی شي.
یاماموتو ټاکنو ته په اشارې ویلی، له تخنیکي او عملیاتي پلوه چمتووالۍ نیول شوی خو کېدای شي سیاسي کړکېچونه ټاکنې له ګواښ سره مخ کړي.
هغه له ټولو سیاسیونو وغوښتل چې د ټاکنو او سیاسي ثبات لپاره دې په سوله ییز ډول له حکومت سره مرسته وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments