افغان حکومت سره د مرستې په تور نیول شوي کسان پریښودل شول

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: طالبانو د کندهار ولایت له غورک ولسوالي زندان څخه ۷۰ تنه بندیان خوشې کړي دي.
کندهار نه امنیتې چارواکې وایې چې طالبانو تیره ورځ ۷۰ تنه هغه کسان خوشې کړل چې د حکومت سره ملاتړ په تور نیول شوي او د کندهار غورک ولسوالې ته لیږدول شوي ول.
دغه ولسوالې چې د ارزګان جنوبي او هلمند شمالې ولسوالې کندهار سره نښلوي وسله وال مخالفین پکې حضور لري.
دا لومړی ځل دی چې وسله وال طالبان له خپل بند څخه د بندیانو د خوشې کولو خبره کړې خو تر دې مخکې په تېر یوه کال کې افغان ځواکونو په هلمند کې د وسله والو طالبانو له اتو زندانونو څخه لسګونه بندیان خوشې کړي دي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق امریکا غږ اشنا ته ویلي «پرون سهار خوشې شوي کسان ملکي وګړي دي، د ځینو سیمه ییزو پوليسو خپلوان او هغه کسان چې د تریاکو د کښت په بدل کې يې وسله والو طالبانو ته ټاکل شوې اندازه پيسې نه وې ورکړې، مخالفینو زنداني کړي وو او سهار يې خوشې کړي چې خپلو کورونو ته تللي او هېڅ نظامي کسان په کې نشته.»
وسله والو طالبانو رسنیو ته په لېږلي بیان کې ويلي: «چې ۶۲ بندیان یې د روژې میاشتې په مناسبت له بند څخه ازاد کړي دي». د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف په دغه لېږلي بیان کې ادعا کړې چې خوشې شويو بندیانو کې ملي او سیمه ییز پوليس او د ملي اردو سرتېري شامل وو.
ننګیالې کوهنور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply