افغان حکومت د ۱۰۰ ولسوالیو لپاره نوي امنیه قوماندانان وټاکل

comments 0

هندوکش ـ کابل: ارګ وایي، دغه قوماندانان د ولسمشر غني په هدایت او د ملي امنیت شورا دفتر او کورنیو چارو وزارت په ګډ کار تر اوږدې او شفافې ارزونې وروسته ټاکل شوي دي.
ولسمشر غني د نویو امنیه قوماندانانو د معرفۍ مراسمو کې د وینا پر مهال ویلي، تاسو د هېواد رښتیني بچي یاست، ستاسو په وړتیا باور لرو، خو هېڅکله په دندو کې غفلت د منلو وړ نه دی.
د هغه په خبره، نوي امنیه قوماندانان باید له ولس سره اړیکې پراخې کړي او اجازه ورنکړي چې سیمو کې يې خلک وځورول شي.
هغه ویلي، تاسو نوي امنیه قوماندانان د حکومت جدي ملاتړ له ځانه سره لرئ او هیڅ سیاسي فشار ته غاړه کېنږدئ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments