افغان حکومت د نویو ګمارنو د غځولو لړۍ ودروله

comments 0

هندوکش ــ کابل: د ولسمشر غني لخوا په حکومت کې د پنځو ورځو لپاره د تازه ګمارنو لړۍ درولو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د نویو ګمارنو لړۍ به د نامعلومي نېټې پورې درېدلې وي.
د ولسمشر د عامه او استراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید وویل له عبدالله عبدالله سره د خبرو لړۍ روانه ده څو د سیاسي اختلافاتو د حل لپاره حل لاره پیدا شي.
هغه زیاته کړه: “خبري دوام لري کيدای شي یو څه نور وخت هم ونیسي، ځکه هغه پنځه ورځې چې له دې وړاندې ټاکل شوې د اوس لپاره دا وخت غځېدلی دی هر کله چې خبرو یوه پایله پیدا کړه طبیعي ده چې اعلان به شي.”
تېره اوونۍ د پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف، پخواني ولسمشر مرستیال یونس قانوني او د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو په غوښتنه ولسمشر غني په حکومت کې نویو ګمارنو لړۍ د پنځو ورځو لپاره ودروله.
عبدالله عبدالله هم د سیاسیونو د غوښتنې په اساس د سیاسي خبرو موده تمدید کړه.
تر دې مخکې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو څخه وړاندې عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې ونه منلې او د ولسمشر غني د لوړې مراسمو سره سم َعبدالله عبدالله هم د یو ټول شموله حکومت د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments