افغان حکومت: د طالبانو سره د مرکچي پلاوي نومونه وروستي شوي

comments 0

هندوکش ــ کابل: افغان حکومت هم له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي د غړو د نومونو د وروستي کېدو خبره کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر، سلام رحیمي زیاتوي:« موږ په بشپړه توګه چمتو یوو، او که زمنیه برابره شي کارونه مخکې شوي او زموږ پلاوی چمتو دی.»
د سولې په چارو کې د دولت وزیر وايي چې باید اوربند وشي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر، سلام رحیمي وايي:« د تاوتریخوالیو کمښت مسله همداسې چې تاسې پرې نه پوهېږئ، زه هم نه پوهېږم، او هېڅوک نه پوهیږي، څوک یې پلویان نه دي.»
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د تاوتریخوالي د کمښت طرحه په رسمي توګه په قطر کې د امریکا له استازو سره شریکه شي.
په افغانستان کې د پګواش بنسټ پخوانی رییس، خلیل الله صافی زياتوي:« تمه کېږي چې د تاوتریخوالیو کمښت طرحه د امریکا استازو ته ولېږدول شي او وروسته بیا د سولې هوکړې په تړاو پرېکړه وشي.»
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments