افغان حکومت د طالبانو او امریکا ترمیځ د مخامخ خبرو هرکلی کوي

comments 0

هندوکش – کابل: د راپورنو په اساس افغان حکومت د وسله والو طالبانو سره د امریکا د حکومتي چارواکو مخامخ خبرې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر لپاره مهمې ګڼې او وايي، چې بهرنیان د سولې د خبرو لپاره یوازې سهولتونه برابروي.
د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیاله دورانۍ وزیرې رسنیو ویلي په قطر کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې الیس ویلز او د وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو په اړه وویل، چې هر هغه اقدام چې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو سره مرسته وکړي، افغان حکومت یې هرکلی کوي.
میرمن وزیرې وویل ” د سولې خبرې به تل د افغان حکومت تر قیادت لاندې وي او هر اقدام چې د سولې په اړوند وي، افغان حکومت یې هرکلی کوي، بهرنیان صرف حمایوي رول لري او د دغی پروسې تسهیل کوونکي دي”.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د جمعې په ورځ ومنله،چې تیره اونۍ د دغې ډلې استازو په قطر کې د امریکايي چارواکو سره د افغانستان د ۱۷-کلنې جګړې د ختمولو لپاره د لارو چارو د موندلو په هدف مستقیمې خبرې کړي دي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایې چې د افغانستان د کشالې د حل لپاره له هرې ممکنه لارې څخه کار اخلي، خو د سولې هر ډول خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ
سرچینه : خبریال

Comments