افغان حکومت د اړیکو پراخولو په هڅه کې دی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: افغان حکومت غواړي چې په نظامي برخه کې د قزاقستان او ازبکستان سره اړیکې پراخې کړي.
د ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې جمهور رییس غني د قزاقستان او ازبکستان نظامي چارواکو سره پر پوځي او اقتصادي همکاریو ټینګار کړی.
د خبرپاڼې له مخې په دغه ناسته کې د ازبکستان لوی درستیز، پاول ارګشیف د تروریزم سره ګډې مبارزې ته تیاری ښودلی دی.
د قزاقستان لوی درستیز مراد مایکیوف بیا ډاډ وښود چې هیواد یې د سولې او ټیکاو په برخه له افغانستان سره همکاریو ته چمتو دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply