افغان حکومت:پاکستان دې له خپلې خولې سره احتياط کوي

comments 0

هندوکش ـ کابل: وروسته تر دې چې امريکې د افغانستان او منځنۍ آسيا په اړه نوې ستراتيژي اعلان کړه او پاکستان يي د سیمه ایز شرارت محور بللی وو ددې هیواد مسولین يي هم په غصه کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف د جمعې په ورځ له يوې پاکستاني رسنۍ سره ويلي وو چې ګواکې په ياد هیواد کې روزل شوي طالبان د افغانستان له خاورې پر پاکستان بريدونه کوي.

اوس اوس د اجرائيه رياست د ویاند مرستيال جاويد فيصل د نوموړي يادې خبرې غیرمسولانه بللي دي او ويلي يي دي چې پاکستان په سیمه کې د شرارت محور دی.

نوموړي له آزادۍ راډيو سره په مرکه کې ويلي دي:« هغه تروریستي ډلې چې نن په افغانستان کې جنګېږي او افغانستان او سیمه یې بې ثباته کړې، په پاکستان کې زېږېدلې او تغذیه شوې دي، نو ، اړتیا ده چې په پاکستان کې د تروریستانو ځالې ويجاړې شي.»

بلخوا په افغانستان کې د امریکې پخواني سفير زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی که پاکستان د امریکا شرايط ونه مني او له ترهګرو ملاتړ ته دوام ورکړي له سختې ستونزې سره به مخ شي.
نوموړی وايي:« دا چې د پاکستان سیاست به بدل شي که نه، سخته پوښتنه ده او زه اټکل نه شم کولائ چې د پاکستان حکومت به دریځ بدل کړي، خوکه یې بدل نه کړي، د نوې ستراتیژۍ د عملې کېدو په صورت کې به پاکستان د سترې بیې پرې کولو ته مجبور شي، هغه کسان، که د پاکستان په پوځ کې وي یا په استخباراتو کې چې له طالبانو، د حقاني له شبکې یا نورو تررویستانو سره همکاري کوي باید په تور لېست کې شامل شي او د سفربندیز ورباندې ولګېږي.»

یاده دې وي چې پاکستان اوس اوس په افغانستان کې د طالبانو او داعش په ملاتړ د خونړيو بريدونو په کولو سره هڅه کوي ددې ستراتيژۍ په اړه نړۍ وال ذهنيت خراب کړي او په وروستیو کې د طالبانو او پاکستان د نظري ادبیاتو يو والی يي سترې بيلګې دي.

سپوږمۍ پوپلزۍـ کابل

Comments

Leave a Reply