افغان تکواندو لوبغاړو درې پرلپسې بریاوې خپل کړې

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان تکواندو فدراسیون نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې افغان لوبغاړو خپلو پاکستاني، ایراني او عراقي سیالانو ته ماتې ورکړې.
دا سیالۍ چې د ایران په ده فجر کې سره کیدې افغان لوبغاړو دا بریاوې د تکواندو په ۲۹م پړاو نړیوالو سیالیو کې تر لاسه کړې دي.
د افغان تکواندو فدراسیون په وینا، د ۱۲ هېوادونو تر منځ دا سیالۍ د ایران په ده فجر کې تر سره کېږي او تمه ده چې افغان لوبغاړي به مهم مډالونه تر لاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره ۱۶ افغان لوبغاړي وړمه ورځ ایران ته تللي او پرون يې د سیالیو لومړۍ ورځ پیل شوې وه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments