افغان تاجرانو پاکستان سره شپیټه سلنه راکړه ورکړه کمه کرې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي اړیکو دواړو خواووته سوداګري هم اغیزمنه کړي دي.
صیام پسرلې د سوداګرۍ او صنایو خونې ویاند وایي: له پاکستان سره مو د تېر په پرتله سوداګري له درې میلیارد دالرو څځه یو اعشاریه درې میلیارد دالرو ته راټیټه شوې کړې ده، چې دا یو ستر بدلون دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دوه زره لسم میلادي کال کې د کابل او اسلام آباد سوداګریزه راکړه ورکړه درې میلیارد دالرو ته رسیده، خو په دې وروستیو کې د تورخم او سپین بولدک د دروازو له تړل کیدو سره سوداګري هم کمرنګه شوې او اوس یو میلیارد دالرو ته رالویدلې ده.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي په وینا، افغانستان د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب تر لاسه کړی او پر مرکزي آسیا سربېره هڅه کوي، چې د سیمې له نورو هېوادونو سره هم سوداګریزې اړیکې غښتلي کړي.
د پاکستان ډان نیوز ویب پاڼې نه په خپور شوې راپ،ر کې راغلي چې له افغانستان سره د پاکستان سوداګریزه راکړه ورکړه لږ شوې ده.
دغې ویپ پاڼې لیکلي، چې افغانستان ته د پاکستان صادرات اووه ویشت سلنه راټیټ شوي دي.
خو بیا بلخوا د افغانستان او مرکزي آسیا هیوادونو تر منځ سوداګري راکړې ورکړې زیاته شوې ده.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply