افغان او پاکستاني نظامي مسوولینو ناسته کړې

comments 0

هندوکش – خوست: د افغانستان او پآکستان د پوځ نظامي چارواکو تېره ورځ پر ډیورنډ کرښې د اغزن سیم د لګولو او اړوند نورو مسایلو په تړاو خبرې کړي.
د دواړو هېوادونو تر منځ دغه خبرې د کورمې ایجنسۍ په تیوزه پوسته کې شوې دي.
د دغې لیدنې پر مهال ویل شوي چې د اغزن سیم لګول باید تر هغې ودرول شي، څو داوړه خواوې په دې تړاو هوکړې ته نه وي رسېدلي.
دغو چارواکو همداراز یادونه کړې چې اغزن سیم باید یواځې د پاکستان په خاوره کې له صفري نقطې لرې ولګول شي.
د افغانستان او پاکستان د پوځ دغو چارواکو له هغې وروسته دغه خبرې کړي چې څو ورځې وړاندې دواړو خواوو د ډیورنډ کرښې ته نږدې وسله واله نښته وکړه چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.
عمران احمدزۍ

Comments