افغان او پاکستاني علماء ګډه غونډه کوي

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان او پاکستان دیني عالمان هوکړې ته رسېدلي څو د سولې خبرو اترو لپاره ګډه ناسته جوړه کړي.
د افغانستان دسولې عالي شورا وايي چې په دغه کنفرانس کې به دافغانستان د سولې پروسې په تړاو په لارو چارو بحث تر څنګ طالبان د سولې خبرو ته وهڅول شي.
د سولې عالي شورا په خبره دغه غونډه به د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې جوړه شي.
د سولې عالي شورا په وینا له اسلام اباد غونډې وروسته به ورته غونډه په کابل کې هم جوړه شي چې سلګونه دیني عالمان به په کې ګډون وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments