افغان او امریکايي چارواکي د تاوتریخوالي کمېدو طرحه جوړوي

comments 0

هندوکش – کابل: د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي یوې خبري ناستې ته وویل چې اوس افغان او امریکايي ځواکونه په ګډه پر یوې داسې عملي تګلارې کار کوي چې له لارې به یې د دغې طرحې څرنګوالی وڅارل شي.
د ولسمشر ویاند دغه راز وویل چې د تاوتریخوالي کمولو طرحه یو فرصت دی، خو حکومت پر احتمالي ګواښونو هم سترګې نه پټوي.
صدیقي زیاته کړه، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې وروسته به بین‌الافغاني خبرې پيل شي.
د ولسمشر ویاند هیله څرګنده کړه چې طالبان هم د سولې په برخه کې رښتیني ګامونه پورته کړي. د ولسمشر ویاند د بین‌الافغاني خبرو د پلاوي په اړه وویل، دا به یو ملي پلاوی وي او د افغانانو له حقونو به دفاع کوي.
د ولسمشرویاند وویل، ولسمشرغني د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې له یوشمیر امریکایی او د نورو هېوادونو له چارواکیو سره د لیدنو پر مهال د سولې په اړه خبرې کړې دي.
د صدیقي په وینا، د نړۍ مشرانو ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د افغان ولس او جمهوریت د ملاتړ په اړه پر خپلو پخوانیو ژمنو ولاړ دي.
د ولسمشر ویاند زیاته کړه، نړیوالو چارواکیو ژمنه کړې چې دوی به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د تېرو ۱۹ کلنو ګډې لاسته‌راوړنی له ګواښ سره مخ شي.
صدیقي وویل، ولسمشر به د سولې په تړاو له مدني ټولنو، اړوندو چارواکیو او مخورو سره سلامشورې وکړي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د روانې عیسوي میاشتې په وروستیو کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک او وروسته بین‌الاافغانی خبرې پیل شي، خو لاهم افغان حکومت نه دی توانېدلی چې د سولې په اړه له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره مرکچي پلاوی اعلان کړي.
بله‌خوا ولس او سیاستوال هم د سولې د څرنګوالي او پایلو په اړه اندېښنې لري او وايي، د حکومت او سیاستوالو تر منځ د سولې تګلارې په اړه مشخص میکانیزم او پلان نشته.
سپوږمۍ پوپلزې

Comments