افغان امنیتي ځواکونو کلا زال ولسوالي بيرته نيولې!

comments 0

د کورنیو چارو ویاند نجیب دانش په رسمي تویتر پانې کې راغلې چې ملي امنتي ځواکونه د کندز ولایت قلعه ذال ولسوالي په پوره توګه بیرته نیولې ده!
دغه عملیات چې د قلعه ذال نیولو په موخه پیل شوي وه په ترڅ کي ئې د سه شنبې په سهار د دغي ولسوالۍ مقر، امنيه قومانداني او نوروي سيمي د امنیتي ځواکونه تر ولکې لاندې راغلي دي.
د نوموړي په وینا اوس د کلا زال ولسوالۍ په ناامنو سيمو کي ستر عملیات روان دي. افغان امنيتي ځواکونه به پرې نږدي چي یاغيان د هيواد په يوه سيمه کي هم پر وگړو حکمراني وکړي.
دا په داسې حال کې دې چې دګرمن غلام حضرت کریمي هم ویلي وه د قلعه ذال نیولو لپاره پامیر ۵ عملیات هم پیل شوي دي.

Comments

Leave a Reply