افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې کیمیاوي مواد نیولي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: په ننګرهار کې افغان امنیتي ځواکونو وایي چې په دغه ولایت کې په اتلس بېلرونو کې ځای پر ځای شوي تېترا کلورومیتان کیمیاوي توکې نیولي دي.
د چارواکو په وینا، یاد مواد چې په غېرې قانوني ډول د تورخم ښارګوټې له لارې جلال اباد ښار ته را لیږدول کیدل د افغان امنیتي ځواکونو په خاصو عملیاتو کې ونیول شول.
چارواکي زیاتوي چې اوسمهال په ننګرهار ګمرک رياست کې د وروستيو قانوني پړاونو د طۍ کولو په موخه ساتل شوي دي .
د يادولو وړ ده، چې تېتراکلوروميتان د اوزون پوړ ويجاړ ونکو توکو په قطار کې ځای لري او هېواد ته يې واردول غيرې قانوني دي
د جلال اباد ښاروالۍ مسؤلینو له لورې د وچ ډنډه په سیمه کې د پلټنو پر مهال په ۸ بوریو کې ځای پر ځای شوې یو خروار ( اتیا منه ) بې کیفیته ګوړه،چې په کې بېلابېل توکې کارول شوي وو، ونیول شول، د یادو توکو د مسؤلینو سره به د قانون له مخې چلند ترسره کړي .
فرهاد شهراني

Comments