افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ په موخه اروپا پارلمان ترمخ لاریون وشو

comments 0

0 Views

هندوکش – بلجیم: يو شمير افغانانو د اروپا پارلمان مخته د افغانستان دولتي نظام او امنيتي ځواکونو په ملاتړ غونډه او لاريون وکړ.
لاریون کوونکو چې د يو ملت، يو دولت او يو نظام شعرونه له ځانه سره لرل، ويناوالو د هر هغه چا غندنه وکړه چي د افغانستان او افغان دولت ضد کړني کړي او بېلتون ته لمن وهي.
لاریون کوونکو په پایله کې له اروپایي ټولنې نه لاندې غوښتنې وکړې:
۱-نړیواله ټولنه په خاصه توګه اروپایی اتحادیه ډېرژر باید په پاکستان باندې .اقتصادی ،سیاسی او نظامی بندیزونه ولګوی او دا هیواد مجبور کړی په پاکستان کې ټولې تریستی اډې او مرکزونه وتړی .
۲- موږ عدالت غواړو ،هغه پاکستانی چارواکی چې په افغانستان کې یی په تروریستی بریدونو کې ګډون درلود او د زرګونو افغانانو او همداشان د دریو زرو نه زیات دناتو د عسکرو د مړینې سبب ګرځیدلی دي باید د هاګ په بین المللی محکمه کې د جنګی جنایت کوونکو په توګه محاکمې ته را کښ شی .
۳-موږ د ناتو دغړیو هیوادونو نه په کلکه غوښتنه کوو ،چې د افغان امنیتی ځواکونو سره چې هره ورځ دبشریت تر ټولو خطر ناک دښمن ،تروریزم سره د جګړې په لمړۍ کرښه کې قربانی ورکوي ، خپلې عملی او موثرې ،مرستې زیاتې او ګړندۍ ګړی .
۴-موږ په ځانګړی توګه د امریکا د متحده ایالاتو نه غوښتنه و چې د امریکا او افغانستان تر منځ ددفاعی او امنیتی همکاریو د تړون سره سم د افغانستان د خپلواکۍ ،ځمکنۍ بشپړتیا او اوسنی نظام پر وړاندې د هرډول ګواښونو پر خلاف بېړني هر اړخیزه اقدامات سرته ورسوي .
۵-موږ دنړۍ ټولو خلکو او په خاصه توګه داروپایی اتحادیی خلکو ته یوځل بیا په ډاګه کوو چې تر څو په پاکستان کې دبنیادګرو اوتروریستانو ډلو پر ضد عملی او موثر اقدامات پیل نشی اوهلته د تروریزم ټول مرکزونه له منځه ولاړ نشی ،هیڅکله به په افغانستان او منطقه کې سوله او ثبات رامنځ ته نشی .
۶- موږ د هیواد دننه او دهیواد نه بهر په ټولو افغانانو هم غږ کوو چې بیدار او هوښیار اوسۍ !
دهیواد دښمنان د پردیو په دستور بیا د افغانانو پر ملی یووالی بریدونه پیل کړی دي او غواړی د افغانستان د ورڼو قومونو تر منځ یووالی کمزورئ کړی .هغوی غواړی د تېرې پېړۍ د (۹۰) کلونو حوادث بیا تکرار کړي او په دې توګه د افغانانو غمیزه نوره هم اوږده کړی .
دغه غونده چې اروپا پارلمان مخته جوړه شوې وه اروپا کې میشت د څو هیوادونو افغان وګړي سره جمع شوي ول ترڅو افغان امنیتي ځواکونو او دولت نه خپل ملاتړ اعلان کړي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply